د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130584-د_داعش_لوی_ښودل_د_پروپاګند_یوه_برخه_ده_موږ_یې_ردوو
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، داعش ډله د افغانستان په هېڅ ځای کې فزیکي حضور نه لري، خو ځيني هېوادونه غواړي داعش ډېر لوی خطر وښيي او بیا ترې د خلکو او نظام پر وړاندې تبلیغاتي ګټه پورته کړي.
(last modified 2023-04-03T08:31:13+00:00 )
Apr 03, 2023 12:57 Asia/Kabul
  •  د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، داعش ډله د افغانستان په هېڅ ځای کې فزیکي حضور نه لري، خو ځيني هېوادونه غواړي داعش ډېر لوی خطر وښيي او بیا ترې د خلکو او نظام پر وړاندې تبلیغاتي ګټه پورته کړي.

د پژواک د خبر له مخې، دوه ورځې وړاندې د روسیې په مشرۍ د ډله‌ ایز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې وه. همدغه راز د راپورونو له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا دوه اونۍ مخکې ویلي وو چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستانه بهر د امریکا پر ګټو او نورو لوېدیځو هېوادونو د برید توان پیدا کړي.

خو د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ملي ټلويزیون سره په مرکه کې ویلي چې د تېر کال او نورو کلونو په پرتله د داعش لمن په افغانستان کې ورټوله شوې ده.

هغه ویلي: «یو وخت داعش په څو ولایتونو کې فعالیت درلود او څو ولسوالۍ یې په واک کې درلودې، د طالبانو د سرپرست حکومت ځواکونو همت وکړ، ویې ځپل، اوس هغوی د افغانستان په کومه سیمه کې فزیکي حضور نه لري، خو په مخفي ډول او په ډېر مهارت سره د خلکو له ګڼې ګوڼې کار اخلي او حملې کوي چې دا یوه سلنه یا یوه نیمه سلنه ستونزه ده.»