متقي له روسیې سره د دوه اړخیزواړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130674-متقي_له_روسیې_سره_د_دوه_اړخیزواړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
متقي له روسي سفیر په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې.
(last modified 2023-04-05T22:14:32+00:00 )
Apr 06, 2023 02:41 Asia/Kabul
  • متقي له روسیې سره د دوه اړخیزواړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

متقي له روسي سفیر په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي.

متقي له روسي سفیر په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې.

ویل شوي، چې د روسیې سفیر کابل ته د خپل هېواد د دولتي پلاویو د راتلو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی.

طالب وزیر په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې افغانستان اوس امنیت لري او پکې کوم جدي ګواښ نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ځانمرګي برید له امله د روسیې تړل شوی سفارت بیا کابل کې نه دی پرانیستل شوی.