د افغانستان په لوېدیځ ولایت نیمروز کې د داعش پر پټنځای برید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130898-د_افغانستان_په_لوېدیځ_ولایت_نیمروز_کې_د_داعش_پر_پټنځای_برید
طالب چارواکو اعلان وکړ چي په نیمروز کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د پوځي عملیاتو په پایله کې د دغې ترهګرې ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
(last modified 2023-04-09T05:53:54+00:00 )
Apr 09, 2023 10:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لوېدیځ ولایت نیمروز کې د داعش پر پټنځای برید

طالب چارواکو اعلان وکړ چي په نیمروز کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د پوځي عملیاتو په پایله کې د دغې ترهګرې ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتی حبیب الله الهام اوا ته ویلي چې نن سهار د نیمروز ولایت په سیدآباد ولسوالي کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات شوي دي.

د نیمروز ولایت له لورې په اعلامیه کې ویل شوی: دغې نښتې نږدې نيم ساعت دوام وکړ چې په نتيجه کې يې دوه تنه وسله وال خوارج ووژل شول او يو بل يې ژوندى ونيول شو.

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس هم وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د هغه په ​​وينا، امنيتي ځواکونو په دې پوځي عملياتو کې يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هرات ولایت امنیتي ځواکونو په نهمه او یولسمې ناحیو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه وکړل او د دغې ډلې غړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.