د دولتي پوهنتونونو د استادانو معاشونه لوړ شوي
Apr 10, 2023 12:50 Asia/Kabul
د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون د استادانو د معاشونو لوړېدو خبر ورکړی.
د دولتي پوهنتونونو د استادانو معاشونه لوړ شوي
د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون د استادانو د معاشونو لوړېدو خبر ورکړی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تشکیلاتو او معاشونو د کمېسیون د پرېکړې او د دوی د هڅو په پایله کې د پوهاند درجې لرونکو استادانو معاشونه له ۳۹ زرو څخه ۶۰ زرو، د پوهنوال معاش له ۳۳ زرو څخه ۴۵ زرو، د پوهندوی معاش له ۲۷ زرو څخه ۳۸ زرو، د پوهنمل معاش له ۲۱ زرو څخه ۳۰ زرو، د پوهنیار له ۱۸ زرو څخه ۲۵ زرو او د نامزاد پوهنیار بیا له ۱۳ زرو څخه شل زرو ته پورته شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا پرېکړه د روان کال د حمل له میاشتې څخه د تطبیق وړ ده.
ټیګونه