د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131376-د_طالبانو_د_بهرنیو_چارو_وزیر_پاکستان_ته_سفر_کوي
د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې سره د معاملې د څرنګوالي د څیړلو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي.
(last modified 2023-04-16T05:09:40+00:00 )
Apr 16, 2023 09:34 Asia/Kabul
  • د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي

د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې سره د معاملې د څرنګوالي د څیړلو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي.

د پاکستان پوځ ته نږدې نشریې "ایکسپریس ټریبیون" د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ترمنځ پرون ټلیفوني خبرې ته په اشارې سره لیکلي: دا ټلفوني خبرې اسلام آباد ته د متقي د احتمالي سفر یوه مخینه کېدای شي.

د سرچينې په خبره، تمه ده چې متقي به اسلام آباد ته سفر وکړي، ځکه چې دواړه ګاونډيان هڅه کوي چې د تحريک طالبان پاکستان او د هغې د ملګرو سره د چلند په اړه ګډه تګلاره ومومي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په پاکستان کې د ټي ټي پي حملې زیاتې شوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د هوکړې د منځګړیتوب لپاره د کابل هڅې هم ناکامې شوې دي.