افغان سیاسي مشرانو د امریکا له استازي سره کتنه کړي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د وحدت اسلامي او د جمعیت اسلامي ګوندونو مشرانو صلاح الدین رباني او کریم خلیلي په ترکیې کښې د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره کتنه وکړه.
وروسته له دې چې توماس ویسټ په بیلابیلو ټویټر پیغامونو کښې د افغانستان د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د کتنې خبرونه رسنیو ته خپاره کړل د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په یوې خبر پاڼه کښې وویل صلاح الدین رباني په دغه کتنې کښې وویل یوازې له طالبانو سره د تعامل سیاست نتیجه نه ورکوي او ضروري ده نړیواله ټولنه له طالبانو سره د تعامل په څرنګوالي کښې بیا کتنه وکړي.
صلاح الدین ربانې په دغه کتنه کښې دغه راز د طالبانو له مخالفو ډلو سره د نړیوالې ټولنې په دوامداره او معنا لرونکي تعامل ټینګار وکړ او د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ته یې یادونه وکړه له دې سره سره چې د افغانستان خلک سوله غواړي خو دغه غوښتنې ته د بې پامۍ په بڼه کښې جمعیت اسلامي ګوند د خلکو د توقعاتو په وړاندې بې تفاوته نه پاتې کیږي.
د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر کریم خلیلي هم په فیسبوک پاڼه کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي په دغه کتنه کښې مو د خپلو سیاسي دریځونو په بیانولو سره په افغانستان کښې د اوسني غیر عادلانه او ګډوډ حالت په بدلیدا او په هیواد کښې له موجودو کړکیچونو څخه د وتلو په لارو چارو ټینګار کړی دی.
له دغه کتنې وروسته د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا په استازي توب یوه پلاوي هم د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره په کتنې کښې هغه ته د سولې پلان وروسپاره او په دغه کتنې کښې مهم شخصیت د جنبش ملي غورځنګ د مشر عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم و.