لویدیځ د افغانستان د شاته پاتې عامل دی
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د موقته حکومت د کابینې مرستیال ملا عبدالغني برادر لویدیځ هیوادونه د افغانستان د شاته پاتې اصلي عوامل وبلل.
د طالبانو د موقته کابینې د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون په کابل کښې د یوه تجارتي او د هستوګنه مرکز د پرانیستلو په دستورو کښې وویل لویدیځ هیوادونه نه غواړي افغانستان د پرمختګ او د ترقۍ په لور حرکت وکړي او هغوې هڅه کوي چې د افغانستان د سیاسي چارو او د اقتصادي ودې مخه ونیسي.
هغه وویل د لویدیځو هیوادونو له کارړنګونو سره سره د طالبانو حکومت له داخلي او خارجي پانګه اچونکو غوښتي دي چې افغانستان ته ورستانه شي او په دغه هیواد کښې پانګونې وکړي.
عبدالغني برادر دغه راز د افغانستان پانګه اچونکو او سوداګرانو ته ډاډ ورکړ په هرو شرایطو کښې د دوې په ستونزو غور کیږي او ددوې د ژوند او د مالونو امنیت به تامین شي.