طالبانو په پاکستان کښې د افغانستاني زندانیانو د آزادیدو غوښتنه وکړه
د طالبانو حکومت د پاکستان له جیلونو نه د ټولو افغان قیدیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه
کابل ته د پاکستان د سفیر عبیدالرحمان نظاماني له ستنیدو سره هممهاله د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي پرون د نظاماني په کتنه کښې، د پاکستان له زندانونو د افغان ښاریزو آزادي یو مثبت ګام وباله او له کوچني اختر نه مخکښې یې د نورو زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کښې ولیکل: پرون پّ کابل کښې له نظاماني سره د متقي په کتنه کښې، هغه د افغان ښاریزو لپاره د پاکستان د ویزې د صادرولو په بهیر کښې د شفافیت د رامینځته کولو غوښتنه وکړه.
د بلخي په وینا، عبیدالرحمان نظاماني د متقي په ځواب کښې ویلي دي چې د پاکستان سفارت به د طالبانو له خارجه وزارت سره په غږملتیا کښې د ویزې د صادرولو د اسانتیا لپاره کار وکړي.
ځیني رپورټونه وايي چې دم ګړۍ د پاکستان یو کلنه ویزا، په تور بازار(بلیک مارکیټ) کښې په څه باندې ۱۰۰۰ ډالرو او درې میاشتۍ ویزا تر ۵۰۰ ډالرو پورې پیرپلور کیږي.