طالبانو د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131562-طالبانو_د_بهرنیو_هیوادونو_له_لاسوهنې_سره_مخالفت_وکړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو مشر وویل افغانستان له ټولو هیوادونو سره ښو اړیکو ته د دلچسپۍ لرلو په ترڅ کښې هیله لري چې نور هیوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ونکړي.
(last modified 2023-04-19T20:32:00+00:00 )
Apr 19, 2023 23:37 Asia/Kabul
  •  طالبانو د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره مخالفت وکړ

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو مشر وویل افغانستان له ټولو هیوادونو سره ښو اړیکو ته د دلچسپۍ لرلو په ترڅ کښې هیله لري چې نور هیوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ونکړي.

د طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخوند زاده پرون د کوچني اختر په مناسبت یوه پیغام کښې وویل افغانستان له ټولو ګاونډیانو او د سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره د متقابل احترام او د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې مثبتې ، اغیزشیندونکي او د متقابل احترام  او د ښه تعامل پراساس اړیکې غواړي.

هغه وویل هماغه ډول چې افغانستان نه غواړي د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړي نو کابل هیله لري چې نور هیوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو او مسائیلو کښې لاسوهنه ونکړي.

هیبت الله اخوند زاده د طالبانو ځواکونه قومي ، ژبنیو او سیمه مسائیلو ته له لمن وهلو منع کړل.