افغان قاري قطر کښې د حُسنِ قرائت سیالي وګټله
Apr 20, 2023 09:46 Asia/Kabul
د محمد حسن حسن زاده په نوم یوه افغان قاري په قطر کې د قرآن کریم په شپږمه سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ
د محمد حسن حسن زاده په نوم یوه افغان قاري په قطر کې د قرآن کریم په شپږمه سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ
تاند خبري سایټ د قطري رسنیو په حواله خبر ورکړی چې په دغو سیالیو کې د عراق یوه قاري دويم او د مصریوه قاري درېيم مقام خپل کړ.
په دې سیالیو کې له ۳۶ هېوادونو څخه سلو قاریانو برخه اخیستې وه.
ویل شوي، چې قاري حسن زاده ته پنځه لاکه قطري ریال، چې د۱ لاک او ۳۷ زره امریکایي ډالرو معادل دي، ورکړل شول.
له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې په قطر کې د قرآن کریم د قرائت او تلاوت سیالۍ ترسره کیږي.
ټیګونه