د طالبانو د کرهڼې وزیر ترکیې ته تللی
Apr 22, 2023 00:30 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د کرهڼې او د اوبه خور وزیر د ترکیې د کرهڼې د برخې له چارواکو سره د کتنې لپاره انقرې ته ورسید.
د طالبانو د موقته حکومت د کرهڼې او د اوبه خور وزیر مولوي عطال الله عمري ترکیې ته په سفر کښې ټاکل شوي ده چې په افغانستان کښې د پانګونې په هکله د ترکیې د کرهڼې د برخې له چاروکو سره خبرې وکړي.
ترکیې ته د طالبانو د کرهڼې د وزیر سفر په داسې حال کښې دی چې تراوسه د بسته بندي یعني پیکینګ او د سړو خونو یعني کولډ سټوریج د جوړولو په برخه کښې د افغانستان د کرهڼې د سیسټم په برخه کښې اساسي او مهم کارونه نه دي ترسره شوي.
ټیګونه