په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت پر ميلیونونو کورنیو اغېزه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131718-په_افغانستان_کې_روان_اقتصادي_وضعیت_پر_ميلیونونو_کورنیو_اغېزه_کړې
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت پر ميلیونونو کورنیو اغېزه کړې ده.
(last modified 2023-04-22T21:40:34+00:00 )
Apr 23, 2023 02:07 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت پر ميلیونونو کورنیو اغېزه کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت پر ميلیونونو کورنیو اغېزه کړې ده.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د دغې ادارې عمومي دفتر پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د کاري فرصتونو کموالی، د کورنیو د پېرودلو قدرت کمزوری کوي او خلک نه شي کولاي چې د خوړو په څېر ضروري شیان راونیسي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، دغه کسان نور ملاتړ ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال کې به په افغانستان کې ۲۸ ملیونه او درې سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.