د افغانستان طالبانو د امریکا د ورځپاڼې راپور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131768-د_افغانستان_طالبانو_د_امریکا_د_ورځپاڼې_راپور_رد_کړ
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو ویاند په افغانستان کښې د داعش ډلې د فعالیدا په اړه د امریکا د ورځپاڼې ادعا مردوده وبلله.
(last modified 2023-04-24T03:35:04+00:00 )
Apr 24, 2023 07:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د امریکا د ورځپاڼې راپور رد کړ

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو ویاند په افغانستان کښې د داعش ډلې د فعالیدا په اړه د امریکا د ورځپاڼې ادعا مردوده وبلله.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وړمه ورځ په یوه راپور کښې د دفاع وزارت پینټاګان د ادعا وړ سندونو پراساس ادعا وکړه افغانستان د داعش ترهګرې دلې د عملیاتو په مرکز بدل شوی دی.

دغه ورځپاڼې ادعا کړي ده داعش ډله هڅه کوي د افغانستان له خاورې د اروپا او د اسیا په ټولو  سیمو حملې وکړي او د امریکا پرضد دسیسې اجرا کړي.

دغه راپور چې د نړۍ په ډیرو رسنیو کښې چاپ شوی دی د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون ځان پسې لرلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیګا د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور جعلي او مغرضانه وباله.

ذبیح الله مجاهد وویل د دغه راپور خپریدا وښودله چې د امریکا ټولنې اوس هم له افغانستان سره له دښمنۍ لاس نه اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ډلې د نورو چارواکو ادعاګانې تکرار کړې او ویې ویل حاضردمه د طالبانو موقته حکومت په ټول هیواد کنټرول لري او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو پرضد استفاده وکړي.

واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په افغانستان کښې د ټولو ترهګرو حملو ذمه واریانې داعش ډلې پرغاړه اخیستي دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي  داعش ډله ځپل شوي ده او د نابودۍ په حال کښې ده.