افغان سیاستوالانو خلک د طالبانو خلاف مظاهرو ته راوبلل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132086-افغان_سیاستوالانو_خلک_د_طالبانو_خلاف_مظاهرو_ته_راوبلل
د افغانستان پخوانیو سیاستوالانو او د ولسي جرګې پخواني سیاستوالانو خلکو ته بلنه ورکړې چې په رسمیت د طالبانو د پیژندلو خلاف مظاهرې وکړي
(last modified 2023-04-29T22:52:05+00:00 )
Apr 30, 2023 03:16 Asia/Kabul
  • افغان سیاستوالانو خلک د طالبانو خلاف مظاهرو ته راوبلل

د افغانستان پخوانیو سیاستوالانو او د ولسي جرګې پخواني سیاستوالانو خلکو ته بلنه ورکړې چې په رسمیت د طالبانو د پیژندلو خلاف مظاهرې وکړي

شفقنا خبري آژانس رپورټ ورکړی چې د افغانستان د پارلیماني پخواني استازي او سیاستوال محمد محقق په رسمیت د طالبانو د پیژندل کیدو خلاف مظاهرو د ترسره کولو په هکله یو ټویټ خپور کړ.

محقق په دغه پیغام کښې لیکلي دي: د طالبانو د ظلم خلاف غږ پورته کول ستاسو طبیعي حق دی.

ملګرو ملتو ویلي دي: ترڅو چې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، هیڅ ډله په جلا توګه یا په ګډه دغه ډله په رسمیت نه شي پیژندې.

ځینو رسنیو نن یکشنبه په ټوله نړۍ کښې د طالبانو خلاف د مظاهرو لپاره عمومي بلنې خبر ورکړی دی. رسنیو دې ټکي ته هیڅ اشاره نه ده کړې چې چې د مظاهرو د ترسره کولو بلنه په معلومه توګه د کوم کس یا ډلې له خوا شوې ده. خو ویل کیږي چې د نن ورځې احتمالي مظاهرې د محقق په غوښتنې پورې اړه نه لري.

د ویلو ده چې ملګرو ملتو طالبانو ته د دوحې په غونډه کښې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.