د دوحې غونډه د طالبانو رسميت پېژندنې لپاره نهده
نن په دوحه کې د افغانستان په تړاو د طالبانو له ګډون پرته د یوې نړیوالې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ ده.
د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، دا غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب پيل شوې د ۲۱ هېوادونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړیو استازیو پکې برخه اخیستې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټيفان دوجارېک د بیان له مخې، په دې کنفرانس کې چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپايي ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان یا او آی سي ګډون لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجارېک دوشنبه ناوخته په یوه کنفرانس کې هغه اوازې او شننې رد کړې چې ګواکې په دې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح کېږي.
هغه زیاته کړه: "د رسمیت پېژندنې موضوع په دې غونډه کې تر بحث لاندې نه نیول کېږي. د رسمیت پېژندنې موضوع او دا چې په دې سازمان کې د کوم هېواد نوم راځي دا په خپله د سازمان د غړو پرېکړه ده. دا مسئله د ملګرو ملتونو په منشور/ چارټر کې راغلې او یوه له هغو ګڼو مسئلو ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي پکې نه ښکېلوي."
د دوحې د غونډې په درشل کې ګڼو شننونکو ویلي وو چې ښایي د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح شي هغه څه چې ملګرو ملتونو له دې مخکې هم رد کړې وه.