د افغان خبریالانو پر وړاندې ۶۴ سلنه تاوتریخوالی زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132288-د_افغان_خبریالانو_پر_وړاندې_۶۴_سلنه_تاوتریخوالی_زیات_شوی
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۶۴ سلنه زیاتېدو او دغه شان پر رسنیو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
(last modified 2023-05-03T05:19:32+00:00 )
May 03, 2023 09:30 Asia/Kabul
  • د افغان خبریالانو پر وړاندې ۶۴ سلنه تاوتریخوالی زیات شوی

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۶۴ سلنه زیاتېدو او دغه شان پر رسنیو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادی د نړیوالې ورځې په مناسبت، په یوه راپور کې ویلي چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي  ۶۴ سلنه زیات شوي او په رسنیو محدودیتونه لګېدلي دي.

په راپور کې راغلي، د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د تبیان پر مرکز له برید پرته، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي نورې پېښې د طالبانو د حکومت او د دوی پورې د اړوندو کسانو له‌خوا ترسره شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکي چې له دوی سره د نورو ثبت شویو قضیو تر څنګ ۶ د فزیکي تاوتریخوالي ، ۱۱۵د ګواښ قضیې او ۷۰ د خبریالانو د نیولو قضیې هم ثبت دي.

د ياد مرکز د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال له مې څخه تر ۲۰۲۳ کال مې مياشتې پورې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي، ګواښونو او نیول کېدو ۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې له هغه مخکې په ۱۲ میاشتو کې ۱۳۰ پېښې وې.

وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بلخ ولایت کې د تبیان په مرکز کې پر خبریالانو په برید کې یو خبریال ووژل او ۲۱ نور خبریالان ټپیان شو، چې د بريد مسوولیت یې داعش ډلې منلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، په افغانستان کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو څخه نیمايي یې د طالبانو حکومت له‌خوا د لګول شویو کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبريالانو مرکز د يوه راپور په خپرولو سره، د تاوتريخوالي له زیاتېدو د رسنيو د ازادۍ د نقض او دغه شان د خبريالانو د ګواښلو او نيولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.