پاکستان او افغانستان تجارتي ټیرفونو سره کموي
د پاکستان د تجارتي چارو وزیر په دغې ناستې کې د دوو اړخیز تجارت لپاره د سم چاپیریال د تضمین او دتنګڅو د کمولو په موخو سره دتجارتي روَیو د آسانولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان او افغانستان د تجارتی وزارتونو لوړپوړي مسئولانو په اسلام اباد کې په ګډو پولو کې د ګمرکي چارو د آسانتیاؤ او د ټيرفونود کمولو په موخې سره ددواړو هیوادونو د ګډې تجارتي کمیټې غونډه جوړه شوې ده.
په دغې ناستې کې چې د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت د وزیر نورالدین عزیزي او د پاکستان د تجارتی چارو وزیر سید نوید قمر په شتون سره ترسره شوه ، دواړو لورو د ګمرکي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا ، دسرحدي مدیریّت ،تجارت ،د ټيرفونو دکمیدا او له صنعت سره اړونده مسئلو په باب بحث او دنظر تبادله وکړه.
د پاکستان د تجارتي چارو وزیر په دغې ناستې کې د دوو اړخیز تجارت لپاره د سم چاپیریال د تضمین او دتنګڅو د کمولو په موخو سره دتجارتي روَیو د آسانولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ایرناخبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی پلاوی په داسې حال کې تللی چې تر میاشتو میاشتو بورې ددواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د بې باورئ فضا ډيره خوره شوې او په دوو اړخیزو اړیکو کې هم ډیر تاؤتریخوالی راغلی او اوس په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو شتون د دوی داړیکو په ترینګلتیاؤ کې نسبي کمښت ښئ .