یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132564-یوه_ترکي_کمپنۍ_په_افغانستان_کې_پر_بادي_برېښنا_پانګونه_کوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت وایي، یوه ترکي کمپنۍ لیوالتیا ښودلې، چې د باد له سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید په پروژه پانګونه وکړي.
(last modified 2023-05-08T06:37:47+00:00 )
May 08, 2023 11:01 Asia/Kabul
  • یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت وایي، یوه ترکي کمپنۍ لیوالتیا ښودلې، چې د باد له سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید په پروژه پانګونه وکړي.

یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت وایي، یوه ترکي کمپنۍ لیوالتیا ښودلې، چې د باد له سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید په پروژه پانګونه وکړي.

دغه وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د (۷۷ ترکي) شرکت له مشر سلیمان جیلیوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ۷۷ ترکي شرکت له فعالیتونو مننه کړې او د دغه شرکت لخوا یې د کجکي بند د دوه‌یم فاز پلي کېدل د افغانستان د خلکو لپاره یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه ونوموله.

همدارنګه عبداللطیف منصور د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې پر پراختیا او ودې ټینګار څرګند کړی او د دغه شرکت رییس ته یې ډاډ ورکړ، چې د انرژۍ او اوبو وزارت مشرتابه له یاد شرکت سره د پانګونې د زمینې د برابرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

په دې وروستیو کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید په پروژه کې دې د پانګونې لپاره د همکارۍ هوکړه لیک ژر تر ژره لاسلیک شي، چې د یادې پروژې عملي چارې پرې پیل شي.