ترکیې ۲۲۷ افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته ولیږل
May 10, 2023 11:24 Asia/Kabul
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو اداره وایي، ۲۲۷ افغانان چې په نا قانونه توګه یاد هېواد ته داخل شوي وو، تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ولیږل شول.
ترکیې ۲۲۷ افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته ولیږل
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو اداره وایي، ۲۲۷ افغانان چې په نا قانونه توګه یاد هېواد ته داخل شوي وو، تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ولیږل شول.
دغه ادارې زیاته کړې، یاد کسان یې د ترکیې د اغرې ولایت د هوايي میدان څخه یې د الوتکې په وسیله خپل وطن ته لیږل شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې یاد کسان په بېلا بېلو وختونو کې ترکیې ته د داخلیدو پر مهال نیول شوي وو.
ټیګونه