ننګرهار کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ مثبت پېښه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132788-ننګرهار_کې_د_ماشومانو_ګوزڼ_ناروغۍ_مثبت_پېښه_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان روغتیایی چارواکي وایي دا په روان ږیزدیزکال کې په افغانستان کې لومړۍ مثبته پیښه ده چې رامینځته شوي ده.
(last modified 2023-05-13T03:22:56+00:00 )
May 13, 2023 07:51 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ مثبت پېښه شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان روغتیایی چارواکي وایي دا په روان ږیزدیزکال کې په افغانستان کې لومړۍ مثبته پیښه ده چې رامینځته شوي ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن  په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په ننګرهارولایت کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ یوه مثبت پیښه ثبت شوه. د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې دیاد وزارت د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د بیړني ملي مرکز د مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن له خولې لیکلي چې له بده مرغه دا په روان زیږدیز کال کې په هیواد کې د ګوزڼ ناروغۍ لومړۍ پیښه ده.

ښاغلي نیک ولي شاه مومن ویلي چې دا پیښه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې چې پرې اخته ماشوم څلور کاله عمر لري.

 د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې د ډاکتر نیک ولي شاه مومن له خولې دغه راز لیکل شوي چې تیرکال د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې دوه او وړم کال په ټول هیواد کې څلور او همدارنګه په دوه زره شلم کال کې د ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ مثبتې پیښې موجودې وې.

 ډاکتر نیک ولي شاه مومن ویلي چې د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو کمښت د دغه ناروغۍ پر وړاندې په منظم ډول د واکسینو د کمپاینونو تطبیق دی چې په پام کې ده د همدې اونۍ په دوشنبې ورځ هم د افغانستان د ۲۳ ولایتونو په ۲۱۷ ولسوالیو کې خواوشاه شپږ نیم میلیونه له پنځو کالو د کم عمر لرونکو ته د ګوزڼ ناروغۍ دمخنیوي واکسین ورکړل شي.

 د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ننګرهارکې له وړاندې د محیطي مثبتو پیښو دثبت له امله په کوچنیانو کې د ګوزڼ ناروغۍ د مقبتو پیښو د رامنځته کیدو اندیښنه موجوده وه. په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزن ناروغیو د مثبتو پیښو ریښه تر ډیره له څیړنو وروسته په ګاوندي هیواد پا کستان کې د ګوزڼ ناروغیو د مقبتو پیښو پورې تړلې وي.

 په ننګرهارکې د ګوزڼ ناروغۍ دا لومړنۍ پیښه وروسته له هغې ثبتیږي چې د ډیورنډپولې پورې غاړه په پیښور، هنګو او جنوبي  وزیرستان سیمو کې د محیطي واقعاتو مثبتې پیښې ثبت شویدي. اوسمهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان دوه هیوادونه دي چې د ماشومانود ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.