افغانستان کې کابو نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري
زمونږ خبریال راپور راکړی هره ورځ افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او په تش نس ویده کېږي.
څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته.
افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره شاوې لي وايي دغه هېواد د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي په تشه ګېډه ویده کېږي او کافي خواړه نه لري.
شاوې لي بریتانیا ته ورغلي ده او هلته یې د پارلمان له غړو سره د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خبرداریو لړ کې د خوړو نړیوالو پروګرام مشرې ویلي دغه هېواد کې د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري.
شاوې لي لندن کې له "سکای نیوز" تلویزیون سره مرکه کې ویلي د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته کاري فرصتونه هم کم شوي دي:
"هره ورځ افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او په تش نس ویده کېږي.
څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته.
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی.
له درو کلونو راهیسې وچکالي هم ده.
د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.
د اګست له ۲۱مې را پدېخوا د کار فرصتونه هم نشته چې لا له وړاندې د کورونا ناروغۍ له امله زیانمن شوي وو.