د افغانستان پخواني چارواکي په ملګروملتونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132948-د_افغانستان_پخواني_چارواکي_په_ملګروملتونو_نیوکه_وکړه
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح افغانستان ته د پیسو د استولو لپاره په ملګروملتونو باندې نیوکه وکړه.
(last modified 2023-05-15T22:24:11+00:00 )
May 16, 2023 01:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان پخواني چارواکي په ملګروملتونو نیوکه وکړه

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح افغانستان ته د پیسو د استولو لپاره په ملګروملتونو باندې نیوکه وکړه.

هغه د افغانستان له خلکو سره د ملګروملتونو مالي مرسته له طالبانو ډلې سره مرسته او د افغانستان له خلکو سره خیانت وباله.

امرالله صالح پرون وویل د قطر له موافقې وروسته په دوو ورځو کښې د بشر دوستانه مرستو په نوم خو د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لپاره اتیا میلیونه ډالر افغانستان ته استول شوي دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح دغه ډالر  مبهم او له دسیسې ډک وبلل او ویې ویل په دې هکله چې کوم سړي کوم شی ډالۍ کړی دی او هغه چیرې ته ځي  هیڅ ضروري شفافیت نشه.

هغه د طالبانو لخوا د ښځو په کارونو باندې محدودیت ته په اشارې سره ملګري ملتونه د طالبانو ډلې په خدمت کښې یو نرینه ارګان وباله.

امر الله صالح د قطر موافقه د سولې او د پخلاینې لپاره یو اقدام نه بلکې د جیو پولیټیک شتمنیو په غاصبانو او د نشه ئیزو موادو په قاچاقچیانو باندې د یوې ترهګرې ډلې( طالبانو) د بدلولو لپاره یوه دسیسه وبلله.