د طالبانو یوه مشر ملا محمد حسن اخوند زاده استعفا ورکړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت تاييد کړې ده چې د ملا محمد حسن اخوند زاده د ناروغتیا له امله مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء کفیل یا سرپرست مقرر شوی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ملا محمد حسن اخوند زاده په دې وروستیو کې ناروغه شوی او له تېرې څه مودې راهیسې په کندهار ولایت کې اوسېږي.
ښاغلی مجاهد زياتوي داچې د ریاست الوزراء د مقام کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نشي، د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولو عبدالکبیر د ر ياست الوزراء د کفیل په توګه کارونه پرمخ وړي.
مجاهد وايي دا کار په حکومتولۍ کې یوه عادي چاره ده، څوک دې په دې اړه د منفي تبلیغاتو هڅه نه کوي او نه دې هم هیوادوالو ته تشویش پیدا کوي.
بلخوا آزاد خبريال سمیع یوسفزی وايي، ملا محمد حسن اخند ۳۵ ورځي کیږې چې کندهار ته تللی او لا تر اوسه هلته پاتې دی او د کندهار د والي په ماڼۍ کي ورته یو دفتر هم ورکول شوی .
د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن چې تیره اونۍ افغانستان ته راغلی و ؛ نو په کندهار ولایت کې یې ملا محمد حسن سره لیدلي وو.