د طالبانو یو پلاوی تاتارستان سیمې ته تللی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو رسنیز مرکز اعلان کړی چې ددې ډلې یو پلاوی د ((KazanForum-2023 یا (اسلامی نړۍ-روسیه) په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره، تاتارستان ته تللی دی.
دغه پلاوی چې مشري یې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کوي، نن چهارشنبه د غوايي په ۲۷مه، له کابله د تاتارستان پلازمېنې کازان ښار ته روان شو.
د طالبانو پلاوی به په دغه سفر کې، له روسي چارواکو او شرکتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړي.
خو د طالبانو د دغه پلاوي د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو د رسنیو مرکز ویلي، چې دا لیدنه د تاتارستان د ولسمشر (رستم مینیخانوف) په رسمي بلنه شوې ده.
د (اسلامي نړۍ-روسيه) تر نامه لاندې څوارلسمه نړيواله اقتصادي غونډه، د روانې مۍ مياشتې له ۱۸مې تر ۱۹مې نېټې پورې د دوو ورځو لپاره، د روسيې د فدراسيون د جمهوريتونو لخوا، په تاتارستان کې جوړېږي.
دا کلنۍ غونډه د روسیې لخوا جوړېږي او ددې غونډې دیارلسمه غونډه هم تېر کال په همدې هېواد کې جوړه شوې وه.