د ایران د حق ابی په اړه د تهران راډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه دلته واروئ
(last modified Mon, 22 May 2023 02:01:31 GMT )
May 22, 2023 06:31 Asia/Kabul

د ایران د حق ابې په اړه د تهران رآډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه د خپرونې میلمانه: انجینر فرید احمد ناصرزی او ډاکټر علي واحدي د خپرونې کوربه: عطا.الله خوږیاڼی

د افغانستان او ایران تر منځ ۱۳۵۱ کال کې د افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.خو وروستیو کې د افغانستان له لورې ایران ته د اوبو نه ورکړه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي تخنیکي ستونزه په سیاسي ناندرو بدله کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو ستونزه باید په تفاهم حل شي او افغان حکومت باید ایراني چارواکو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان او کجکي بندونو لیدنه وکړي.

په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځآنګړي استازي او د دې هېواد سفیر حسن کاظمی قمی د ثور د میاشتې په ۲۹ نیټه د جمعې په شپه د ایران د اسلامی جمهوریت له خبری چینل سره په مرکه کې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د هلمند د اوبو د حقوقو د ورکړې په اړه وویل: طالبان د هغه څه له مخې چې وايي، اوبه باید د ۱۳۵۱ کال د تړون په چوکاټ کې ورکړل شي، خو که اوبه وي او دوی یې نه ورکوي، باید د نه ورکولو حساب ورسره وشي.

هغه څرګنده کړه: طالب چارواکي پوهېږي چې که په دې هېواد کې د يوه باثباته او پياوړي حکومت غوښتونکي وي چې د خلکو ټول استازي پکې وي او دا هېواد د ودانولو، ثبات، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او سوکالۍ پر لور حرکت وکړي، نو له ګاونډيانو سره بايد رغنده تعامل ولري.

دغه لوړپوړي ايراني ډيپلوماټ وويل: چې د دې ستونزې تر ټولو ښه حل لاره د هلمند سيند او د کجکي او کمال خان بندونو د وضعيت څېړنه ده.

له دې مخکې د افغانستان طالبانو د هلمند د اوبو د حق په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کښې په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ: اسلامي امارت د هلمند د اوبو په هکله نیمه پیړۍ مخکې شوي تړون ته ژمن دی خو د وچکالۍ له امله کافي اوبه نشته.

دوی ویلي  طالبان هڅه کوي چې ژمنه شوې اوبه ایران ته ورسوي، خو په دې شرط چې په افغانستان کې د اوبو زیرمې دومره زیاتې شي چې په خوشې کولو سره یې سوو کیلومتره سفر وروسته هغه هیواد ته ورسیږئ.

سوال دادی چې ایا رښتیا هم په افغانستان کې د اوبو کمښت له امله ایران ته اوبه نه ورکول کیږي او یا هم کومه بله موضوع ده او ولې طالبان تخنیکي پلاوي ته د اوبو سطحې د کتلو اجازه نه ورکوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو ستونزې حل به څه ډول وشي او که ونشي، پایلې به یې څه وي؟

په همدې موضوع د تهران راډیو د هیندارې په اوسنۍ خپرونه کې بحث کو

په خپرونه کې مو میلمانه د افغانستان او د سیمې کارپوه ډاکټر علي واحدي او د اوبو د برخې مسلکي کارپوه انجینر فرید احمد ناصرزی میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه