ستوري په لمن کې (۵) د حافظ شېرازي ژوند ته کتنه
د ایران او د نړۍ شاعرانو او ادیبانو په منځ کې، ډېری کسان شته چې له حافظ څخه اغېزمن شوي دي. ګوته، نیچه، راډولف امرسون، ویکتور هوګو، آندره ژید، نوایي او اقبال لاهوري هغه ادیبان دي چې له حافظ او د هغه د آثارو له سبک څخه اغېزمن شوي دي.
په دې پروګرام او راتلونکي پروګرام کې یو شمېر دا ادیبان معرفي کوو او له حافظ څخه د دوی اغېزمنېدل به وڅېړو.
"ګوته" یو له هغو کسانو دی چې حافظ ته ډېره لیوالتیا لري او له هغه څخه ډېر اغېزمن شوی دی. مخکې له دې چې له حافظ او د هغه له شعرونو سره د ګوته د پېژندګلوۍ په اړه خبرې وکړو، ښه به وي چې د دې آلماني شاعر ژوند ته لنډه کتنه وکړو.
یوهان ولفګانګ فون ګوته (Johann Wolfgang von Goethe)، چې د ۱۷۴۹ کال د اګست په ۲۸مه زېږېدلی او د ۱۸۳۲ کال د مارچ مه ۲۲مه مړ شوی، آلماني شاعر، ادیب، لیکوال، انځورګر، څېړونکی، انسان پېژندونکی، فیلسوف او سیاستوال وو.
ګوته د خپل پلار او خصوصي ښوونکي تر څنګ لاتیني، یوناني، فرانسوي او انګلیسي ژبې زده کړې.
هغه له ۱۷۶۵ څخه تر ۱۷۶۸ کاله پورې په لایپزیګ (Leipzig) کې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې او هلته یې د کریسټین فورشتګوت ګلرټ (Christian Fürchtegott Gellert) شعرونو ته لیوالتیا پیدا کړه.
ګوته وروسته له هغه چې ځینې خپل لوی آثار یې پایته ورسول، په ۱۷۷۵ کال کې وایمار (Weimar) ته ولاړ او هلته له ۱۷۷۶ څخه تر ۱۷۸۶ کاله پورې د حکومت وزیر شو. هغه بیا تر ۱۷۸۸ کاله پورې ایټالیا ته ولاړ او هلته یې د هنر او پخوانیو مجسمو په برخه کې زده کړې وکړې.
په ۱۷۸۸ کال کې، ګوته وایمار ته ستون شو او تقریباً خپل پاتې ژوند یې هلته تېر کړ، که څه هم د هغه ژوند هلته له ناپلیوني جګړو سره مخ شو. هغه په وایمار کې فارسي او عربي ژبې او همدارنګه قرآن زده کړل او د حافظ له شعرونو سره یې مینه پیدا شوه.
ګوته:
ګوته یو له هغو آلماني شاعرانو څخه دی چې له حافظ څخه ډېر اغېزمن شوی. هغه ۷۵ کلن وو چې یوازې د «دیوان حافظ» ژباړل شوی متن یې ولید او په لیوالتیا سره یې هغه مطالعه کړ. له حافظ سره د هغه پېژندګلوي د اتریشي ژباړونکي ژوف هامر پورګشتال (Hammer-Purgstall, Joseph von) پورې اړه لري، چې هغه په خپله د فارسي آثارو د ژباړې مخکښ دی. ویل کېږي ژوف هامر په ۱۸۱۴ کال کې د حافظ شعرونو لومړنۍ آلماني ژباړه ګوته ته ولېږله.
د حافظ د غزلیاتو همدې ژباړې نه ډېر دقیق او بشپړه مطالعه کول، د زاړه ګوته په زړه کې دومره شور او شوق راوپارولو چې هغه یې دې ته اړ کړ ترڅو د دې ستر او ژور فکره شاعر په سبک او سټایل شعرونه ولیکي؛ هغه شاعر چې ګوته، د ختیځ شعر جوهر د هغه په وجود کې ویني. او پر دې بنسټ «دیوان غربي- شرقي» چې د ګوته تر ټولو مفصل شعري دفتر دی، لیکل کېږي.
آلماني ستر شاعر او خبريال «هاینریش هاینه»، په ۱۸۳۵ کال کې د ګوته «دیوان غربي- شرقي» په اړه داسې څرګندونه کوي:
«په دې اثر کې، ګوته د ژوند تر ټولو مستۍ ورکوونکی شوق په نظم راوستی او دا کار دومره ساده، بریالی او په لطیف ډول ترسره شوی چې انسان حیران پاتې کېږي چې څنګه دا کار په الماني ژبه ممکن شوی دی. د دې کتاب معجزه نه تشریح کېدونکې ده. د ګوته دیوان هغه درود دی چې لوېدیځ ختیځ ته لېږي. دا درود په دې مانا دی چې لوېدیځ له خپل یخ او بې رمقه معنویت څخه ستړی شوی او غواړي د ختیځ په سالمه فضا کې خپل بدن ته نوی ژوند ور وبښي. ګوته وروسته له هغه چې په «فاوست» کې له انتزاعي معنویت څخه خپله ناخوښي او ریښتینې او حقیقي لذتونو ته خپله اړتیا څرګندوي او ځان په بشپړه توګه د حسي تجربو په غېږ کې غورځوي او په دې توګه دیوان شرقي - غربي رامنځته کوي.»
ښه به وي چې پوه شو، ګوته یوازې یو آلماني حافظ مینوال نه دی. حافظ ته د لیوالتیا نښې په آلماني داستاني فیلسوف فریډریش نیچه (Friedrich Nietzsche) کې هم لیدل کېږي.
نیچه د خپلو آثارو په ټولګه کې ۱۰ ځله د حافظ نوم راوړی او ډېر وخت یې د ګوته نوم ورسره یوځای کړی دی.
راډولف امرسون (Ralph Waldo Emerson) یو بل هغه څوک دی چې له حافظ څخه اغېزمن شوی دی.
امرسون په بوستون کې زېږېدلی. هغه خپلې زده کړې په هاروارډ کالج کې بشپړې کړې او وروسته یې څو کاله په یوه ښوونځي کې تدریس وکړ. هغه خپل لومړنی لیکل شوی اثر په ۳۳ کلنۍ کې د «طبیعت» په نوم ولیکلو چې د هغه د پخوانیو کلونو مقالو ټولګه وه.
امرسون په ۱۸۴۴ کال کې اروپا ته راغی او د حافظ له تفکر سره بلد شو او دا نفکر یې له ځانه سره امریکا ته یووړ. د حافظ له شعر څخه د امرسون پور اخیستل په بشپړه توګه شعوري او مستقیم ډول دی؛ ځکه چې د حافظ روښانګري او آزاد فکري د امرسون شعر پر هستې اغېز وکړ، څو د حافظ ځینې شعرونه د «حافظ شعر» په نوم انګلیسي ته وژباړې. امرسون همدارنګه په امریکا کې د حافظ تفکرونو په الهام سره، یو مکتب د «تعاليګرۍ» یا Trancendentalism په نوم رامنځته کړ چې دا مکتب د ایران له ادبیاتو سره، د والټ ویټمن او امیلي ډیکنسون په ګډون د شاعرانو د پېژندنې لامل شو.
په هغو کسانو کې چې حافظ ته لیوال وو او له هغه څخه یې الهام او اغېز اخیستی، ویکتور هوګو (Victor Hugo) ته کتنه کوو. هغه څوک چې حافظ د زړونو شاعر بولي او د خپل شعرونو په کتاب کې د حافظ غزل د «حال دل با تو گفتنم هوس است/ خبر دل شنفتنم هوس است» مطلع سره راوړی دی.
ویکتور هوګو فرانسوي شاعر، داستان لیکونکی او ډرامه لیکونکی وو. هغه خپل ماشومتوب په بېلابېلو هېوادونو کې تېر کړ. هوګو لنډ وخت د هسپانیا په مادرید کې د اشرافو په کالج کې درس ولوست او په فرانسه کې د خصوصي ښوونکي تر لارښوونې لاندې وو. هغه شعر لیکل د ویرژیل شعرونو ژباړې سره پیل کړل او له دې شعرونو سره یې د سیل په وصف کې یوه اوږده قصیده ولیکله.
ویکتور هوګو هم د یوهان ولفګانګ فون ګوته له خوا اغېزمن شوی، چې په «دیوان غربي- شرقي» کې یې د ایران غني ادبیاتو اغېز په لوېدیځ کې ولیکلو، په خپل ستر اثر « شرقي ها» او په ځانګړې ډول «ایراني ختیځ» کې دا اغېز په ښکاره ښيي.
په «شرقي ها» کې (۱۸۲۹ کال)، چې د ویکتور هوګو د ځوانۍ شعرونو ټولګه ده، د ایراني ادبیاتو شتون او اغېز په ښکاره درک کېږي. په دې ټولګه کې، ټینګ او خواږه شعرونه، له ختیځ لیدلو پرته، خو د حافظ، سعدي، عطار او مولانا، حتی قرآن ته بار بار اشاره شوې ده. د فارسي شعر او ادب سره د ویکتور هوګو لیوالتیا دومره ده چې په خپل شعرونو کتاب کې ځان ته وايي: «شاعر کاشکې د خسروانو په ځمکه کې، د رڼا او لمر او عنبر او عود په منځ کې سترګې پرانیستې وای.»
آندره ژید (Paul Guillaume André Gide) یو بل فرانسوي ادیب دی چې له حافظ سره بلد شوی او د هغه آثار یې مطالعه کړي دي. دې لیکوال نژدې نیمه پېړۍ په فرانسوي ادب کې ښکاره حضور درلود او د هغه د لیکنو اغېز له نړیوالې جګړې وروسته کلونو کې پر مخاطبانو، په ځانګړ ډول پر ځوان نسل، نه انکارېدونکې ده. هغه په ۲۲ کلنۍ کې خپل ادبي فعالیت پیل کړ. (مائدههای زمیني، سمفوني روستایي، سکه سازان او سفر به کنگو) د ژید آثار دي.
ځینې څېړونکي باور لري چې په « مائدههای زمیني» کتاب کې، حافظ د ژید لپاره د الهام سرچینه وه او د فارسي شعر نښې په دې اثر کې لیدل کېږي.
آندره ژید په یوه مقاله کې د « مائدههای زمیني » په اړه لیکلي:
«له ایراني شاعرانو څخه حافظ او خیام له نورو زیات خوښوم او تر ټولو زیات الهام مې له دې دوو څخه اخیستی دی او پر مائدههای زمیني باندې د خیام رباعیاتو او حافظ غزلیاتو د اغېزې په اړه په خپله پوهېږم او په ځان او خپلو آثارو کې د حافظ او خیام تفکرونو انعکاس نه ردوم او له دوی څخه زما دا اغېزمنېدل شاید زموږ د فکرونو او عقایدو نژدېوالي له امله وي. ما د ګوته دیوان شرقي له لارې، حافظ وپېژندلو ... .»
ژباړه: زماني