د خواړو نړیوال پروګرام غزني کښې فعالیتونه بند کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133490-د_خواړو_نړیوال_پروګرام_غزني_کښې_فعالیتونه_بند_کړل
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د خواړو نړیوال پروګرام په غزني ولایت کښې خپل بشر دوستانه فعالیتونه ځنډولي دي.
(last modified 2023-05-27T04:19:47+00:00 )
May 27, 2023 08:39 Asia/Kabul
  • د خواړو نړیوال پروګرام غزني کښې فعالیتونه بند کړل

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د خواړو نړیوال پروګرام په غزني ولایت کښې خپل بشر دوستانه فعالیتونه ځنډولي دي.

د افغانستان په غزني ولایت کښې د خواړو له نړیوال پروګرام ډبلیو ایف او سره د ملګرتیا موسسو یوشمیر ځايي کارکونکو پرون تائید کړه چې دغه موسسې له تیرو دریو اونیو څخه په دغه ولایت کښې خپل بشر دوستانه فعالیتونه ځنډولي دي.

دغه کارکونکو د خواړو د نړیوال پروګرام د دغه فیصلې دلیل د دغه موسسې په فعالیتونو کښې د طالبانو د حکومت د چارواکو لاسوهنه بللي ده.

ویل کیږي په غزني ولایت کښې د «تستو» او د «واسټا »موسسو فعالیتونه چې د ځايي ټیکه دارانو په توګه یې د خواړو د نړیوال پروګرام لپاره فعالیت کاوه هم بند شوي دي.

ځینو لویدیځو سرچینو په تیرو ورځو کښې په نړیوالو مرستو باندې د طالبانو د حکومت د چارواکو خیټه اچول او لاسوهنې د افغانستان په محرومو سیمو کښې د ځینو ارګانونو د فعالیت د بندیدا سبب شوي دي.

دغو څرګندونو ته په غبرګون کښې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې مخکې ویلي وو کابل یوازې د مرستو امنیت تامینوي او د مرستو د ویشلو په څرنګوالي کښې لاسوهنه نه کوي.