یونیسف افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133588-یونیسف_افغانستان_کې_د_پولیو_د_مثبتو_پېښو_پر_زیاتېدو_اندېښنه_ښودلې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو چارواکی وایي، په لنډه موده کې په ننګرهار کې د پولیو د درې مثبتو پېښو ثبتېدل د ډېرې اندېښنې وړ ځکه ده، چې د پولیو مثبت ویروس په سیمه کې فعال دی او د هېواد نورو سیمو ته یې د سرایت خطر زیات دی.
(last modified 2023-05-29T02:38:21+00:00 )
May 29, 2023 07:05 Asia/Kabul
  • یونیسف افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو چارواکی وایي، په لنډه موده کې په ننګرهار کې د پولیو د درې مثبتو پېښو ثبتېدل د ډېرې اندېښنې وړ ځکه ده، چې د پولیو مثبت ویروس په سیمه کې فعال دی او د هېواد نورو سیمو ته یې د سرایت خطر زیات دی.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، په افغانستان کې سږ کال د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د تېرې غویي یا ثور میاشتې په ۲۲مه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه، چې دوه ورځې وروسته یې دویمه مثبته پېښه د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې تثبیت شوه.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مشر کمال شاه زیاته کړې، چې یونېسف د دغه وضعیت د کنټرولو لپاره یو لړ لارې چارې سنجولي، چې د خپلو شریکانو په مرسته د راروانې جون میاشتې په دولسمه په سیمه کې د پولیو ضد واکيسن یو کمپاین هم پکې شامل دی.