د افغانستان د سرپرست حکومت مالیې وزارت ته نوی سرپرست وټاکل شو
May 29, 2023 07:20 Asia/Kabul
ملا محمد ناصر د افغانستان د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د نوي سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو د مشر د حکم پر اساس یو شمېر ټاکنې ترسره شوې، چې پکې ملا محمد ناصر د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی.
په دغو ټاکنو کې د اوبو او انرژۍ معینیت مخکنی مرستیال ملا عبدالقاهر ادریس د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مرستیال او همدرانګه د افغانستان بانک دویم مرستیال حاجي عبدالقدیر د مالیې وزارت د مالي چارو معینیت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
ملا محمد ناصر تر دې وړاندې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
ټیګونه