په افغانستان کې د ۷۴۰میلیونه افغانیو په ارزښت پروژوې منظورې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133592-په_افغانستان_کې_د_۷۴۰میلیونه_افغانیو_په_ارزښت_پروژوې_منظورې_شوې
د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ۷۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
(last modified 2023-05-29T03:00:31+00:00 )
May 29, 2023 07:28 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ۷۴۰میلیونه افغانیو په ارزښت پروژوې منظورې شوې

د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ۷۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري په کابل، پنجشېر، کاپیسا، خوست او نیمروز ولایتونو کې پلې کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو پروژو کې د سړکونو او پلونو جوړول، احاطوي دېوالونه، د انټرنېټ له لارې د پوهنې وزارت او ولایتي ریاستونو نښلول، د دولتي پوهنتونونو لیلیو ته ۳۴ قلمه خوراکي توکي او د اطفایې د لېږد وسایطو پېرل شامل دي.

هېوادوال بیا د دغو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کوي.