طالبانو له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133614-طالبانو_له_پاکستان_سره_د_اړیکو_د_پراخولو_غوښتنه_وکړه
د طالبانو د کابینې یو لوړپوړی غړی په افغانستان کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې، له اسلام آباد سره په اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-05-29T07:10:44+00:00 )
May 29, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • طالبانو له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د کابینې یو لوړپوړی غړی په افغانستان کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې، له اسلام آباد سره په اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه.

د افغان غږ(آوا) خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د کابینې مشر مولوي عبدالکبیر وویل: په کابل کې د پاکستان له سفیر عبید الرحمن نظاماني سره په کتنه کې نوموړي وویل: د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره لاره هواره شوې او اسلام آباد به په دې برخه کې له هېڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او دواړه لوري په سیمه ایز ټرانزیټ او ځینو نورو اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې پراخوي.

دغه طالب چارواکي افغانانو ته د پاکستان د ویزو د ورکولو او د تورخم او سپین بولدک پر پوله د تګ راتګ لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان سفير هم ډاډ ورکړ، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د هوارۍ او د ويزو په صادرولو کې به ګټور او اغېزمن ګامونه پورته کړي.