طالبانو له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه
د طالبانو د کابینې یو لوړپوړی غړی په افغانستان کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې، له اسلام آباد سره په اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه.
د افغان غږ(آوا) خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د کابینې مشر مولوي عبدالکبیر وویل: په کابل کې د پاکستان له سفیر عبید الرحمن نظاماني سره په کتنه کې نوموړي وویل: د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره لاره هواره شوې او اسلام آباد به په دې برخه کې له هېڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او دواړه لوري په سیمه ایز ټرانزیټ او ځینو نورو اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې پراخوي.
دغه طالب چارواکي افغانانو ته د پاکستان د ویزو د ورکولو او د تورخم او سپین بولدک پر پوله د تګ راتګ لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان سفير هم ډاډ ورکړ، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د هوارۍ او د ويزو په صادرولو کې به ګټور او اغېزمن ګامونه پورته کړي.