May 30, 2023 14:27 Asia/Kabul
  • پنجشېر کې د سړک تر غاړې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان پنجشیر ولایت کې د کتاب ورځې په مناسبت د سړک تر غاړې د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی.

پنجشېر کې د سړک تر غاړې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان پنجشیر ولایت کې د کتاب ورځې په مناسبت د سړک تر غاړې د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی.

د یاد ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس نصر الله ملکزاده وايي، د مطالعې فرهنګ د دودولو په موخه یې د کتاب ورځې په مناسبت په دغه ولایت کې د سړک تر غاړې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانیست چې په کې شاوخوا ۲ زره بېلا بېل کتابونه اېښودل شوي دي.

د کتابونو دغه نندارتون داسې مهال پنجشېر کې جوړېږي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ کمه رنګه شوی دی.

 

ټیګونه