طالبانو د فارسۍ ژبې په ټکو بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133902-طالبانو_د_فارسۍ_ژبې_په_ټکو_بندیز_ولګاوه
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان طالبانو د نویو قوانینو په اجرا کولو سره په پوهنتونونو کښې د ځینو فارسۍ ټکیو په کارولو بندیز ولګاوه.
(last modified 2023-06-03T20:24:19+00:00 )
Jun 04, 2023 00:44 Asia/Kabul
  • طالبانو د فارسۍ ژبې په ټکو بندیز ولګاوه

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان طالبانو د نویو قوانینو په اجرا کولو سره په پوهنتونونو کښې د ځینو فارسۍ ټکیو په کارولو بندیز ولګاوه.

طالبانو چې له ډیرې مودې راهسې د مخالفانو لخوا له فارسۍ ژبې سره په مبارزې کولو او په زوره د پښتو ژبې په کارولو تورن شوي دي له فارسۍ ژبې څخه د خلکو د لیرې ساتلو لپاره نوی حکم صادر کړی دی.

د افغانستان طالبانو ډلې چې له فارسۍ ژبې سره په مبارزې کولو تورنه ده د پوهنتونونو د استادانو لپاره یوشمیر حکمونه صادر کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه حکم په صادرولو سره د افغانستان د پوهنتونونو ټولو استادانو او علمي کادرونو ته حکم ورکړی دی چې په خپلو علمي اثارو کښې د بلې ژبې اصطلاحات او  کلمې مه کاروي.

په دغه اوه ماده ئیز حکم کښې د دادګاه ، د دادستان د دانشجو د دانشګاه او د دانشکده په شمول د فارسۍ ژبې ځینو ټکو ته اشاره شوي ده.

طالبانو ډلې واک ته له رسیدا وروسته په هغو ولایتونو کښې چې اکثره وسیدونکي یې فارسي ژبې دي د پوهنتونو تابلوګانې او بورډونه پښتو ژبې ته بدل کړي دي او دغه ډله له فارسۍ ژبې سره په مبارزې تورنه شوي ده.