افغانستان کښې د پاسپورټونو د ویشلو ستونزه حل شوي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د اداري او د فني مشکلاتو په ختمیدا سره په افغانستان کښې د پاسپورټونو ویشل هره میاشت یولکو ته ورزیات شول.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د ادارې مشر عبدالکریم حسیب په کابل او نورو ولایتونو کښې د پاسپورټونو د ویشل کیدا په لاره کښې د اداري او د فني مشکلاتو د ختمیدا په تائیدولو سره وویل په متوسطه توګه هره میاشت د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې په خلکو باندې یولک پاسپورټونه ویشل کیږي.
په عین حال کښې د طالبانو د کابینې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په خلکو باندې د پاسپورټونو د ویشلو په لاره کښې د موجودو خنډونو په ختمیدا باندې د خوښې په څرګندولو سره وویل د پاسپورټ ترلاسه کول د هر ښاریز حق دی او د هغه د جوړولو لپاره چارواکي باید هر ډول هڅه وکړي.