څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134724-څه_باندې_دوه_میلیونه_افغان_کډوال_خپل_وطن_ته_ستانه_شوي_دي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، د طالبانو حکومت له بيا واکمنېدو راهیسې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
(last modified 2023-06-21T02:18:33+00:00 )
Jun 21, 2023 06:41 Asia/Kabul

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، د طالبانو حکومت له بيا واکمنېدو راهیسې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، د طالبانو حکومت له بيا واکمنېدو راهیسې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني دغه څرګندونې پرون په کابل کې د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال افغانان دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په یاده غونډه کې وویل، هغه هیوادونه چې کډوال مني، مسوولیت لري چې د نړیوالو تړونونو له مخې له مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.

هغه له نړیوالو وغوښتل، چې د افغان کډوالو موضوع سیاسي نه کړي.

ورته مهال، د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو د نړۍوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت له پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو د نیونې، او په خپل سر د ځورونې بهیر ودروي.

دغه نړیوال بنسټ، وايي افغانان هغه مهال د نیول کېدو له خطر سره مخ کېږي چې پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد ونه لري.

خو د پاکستان حکومت د بخښنې نړیوال سازمان د ډې تازه ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.