ملګری ملتونه په افغانستان کې د قدرتونو د ګټو تامینونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135158-ملګری_ملتونه_په_افغانستان_کې_د_قدرتونو_د_ګټو_تامینونکي_دي
 ډیری کارپيژاندي  په دې اند دي چې  ملګري ملتونه د افغانستان د بحران په باب دقدرتمندو هیوادونو د ګټې تامینوي.
(last modified 2023-07-01T04:35:26+00:00 )
Jul 01, 2023 09:01 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه په افغانستان کې د قدرتونو د ګټو تامینونکي دي

 ډیری کارپيژاندي  په دې اند دي چې  ملګري ملتونه د افغانستان د بحران په باب دقدرتمندو هیوادونو د ګټې تامینوي.


 تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړ، د افغانستان د چارو یو کارپوه اوشناندی محمود اضطرابی  په دې باب ووئيل، ملګري ملتونه  په ډ يرو موردونو کې د افغانستان د مشکلاتو د حل لپاره درغنده رول د لوبولو په ځاي د امریکا دبهرني سیاست تراغیزو لاندې  ورغلی  او یوازې د امریکا د ګټو  په اساس عمل کوي . هغه زیاته کړې ده ، ملګری ملتونه په افغانستان کې  د سولې او ثبات چارې د قدرتونو دګټو په اساس پر مخ بیائي .

د سیاسی چارو یو بل کارپوه سید ضیاء حسیني  هم په دې اړه وائي ، په افغانستان کې دملګروملتو د رول  د ناکارندوالي اصلی دلیل ،د قدرتمنو هیوادونو له سیاسته  د دوي دفیصلو  اغیزمنیدا ده .ډیری حقوقي کارپوهان په دې اند دي چې  افغانستان ته دملګروملتو  د بې توجهئ اصلی دلیل ، د کابل د اوسنی حکومت په رسمیّت  نه پيژندل دي او دغه حکومت باید نړیوالې ټولنې ته ځواب ویونکی ووسي. دوي وائي ،د بشری  حقوقو  او اقتصادي او سیاسی مبهم او شکمن وضعّیت څخه د وتلو  لپاره لومړنۍ مرحله ، دملی خبرواترو ترسره کیدا او یوې واحدې  لیدتوګې ته رسیدل دي.