د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د سیلاب خبرداری ورکړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135272-د_افغانستان_په_ځینو_ولایتونو_کښې_د_سیلاب_خبرداری_ورکړی_شو
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
(last modified 2023-07-03T23:28:22+00:00 )
Jul 04, 2023 03:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د سیلاب خبرداری ورکړی شو

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، دغه وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل، پنج آمو او هلمند) په سنديزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند،کونړ، میدان، لوګر، لغمان، خوست، پکتیا ، پکتیکا، بغلان او غزنی سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

سرچینې د نوموړو سیندونو پر غاړو  له مېشتو خلکو غوښتي، چې د ځان او کورنیو د ساتنې لپاره وار د مخه تدابیر ولري.

 افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو او نورو طبیعي پېښو شاهد دی او له امله یې درانه تلفات ورکړي.