افغانستان کرکټ ملي لوبډله بنګلادېش ته ماته ورکړه
Jul 06, 2023 02:38 Asia/Kabul
په بنګلهدېش کې د افغانستان او بنګلادېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
بنګلادېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې په ۲۲م اور کې ۸۳ منډې وکړې او لوبه د باران له کبله وځنډېده.
د کرکټ د 'ډي ایل ایس' اصولو له مخې افغان لوبډلې دغه لوبه د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ سیالي راروانه شنبه او درېیمه راروانه سې شنبه وشي.
ټیګونه