ملګروملتونو په افغانستان کښې په بریدونو اندیښنه وښودله
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما په دغه هیواد کښې د ترهګرو حملو په دوام اندیښنه وښودله.
د ۲۰۰۱ میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا راهسې تراوسه د داعش ترهګرې ډلې په شمول د ټروریسټي ډلو د ځپلو او د دغو ډلو د ترهګرو حملو د مخنیوي لپاره د طالبانو له ژمنې سره سره کله نه کله په دغه هیواد کښې حملې کیږي چې له کبله یې تراوسه په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوي هم دي.
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما پرون په دغه هیواد کښې په وروستیو میاشتو کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله په یوه راپور کښې وویل ځان وژونکي حملې حتی د طالبانو د حکومت له راتلو وروسته اوس هم د یوې پام وړ اندیښنې په توګه مطرح دي که څه هم دغه انتحاري حملې کمې شوي دي خو داسې ښکاري دغو حملو په کابو دوو کلونو کښې زیات خلک مړه کړي دي.
د یوناما د راپور پراساس په افغانستان کښې په کابو دوو کلونو کښې په انتحاري حملو او بم چاودنو کښې درې زره او اوه سوه څلور اویا کسان مړه او ژوبل شوي دي.
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما په خپل راپور کښې د طالبانو د حکومت په چارواکو غږ وکړ چې د دا ډول حملو مخه ونیسي چې خلک له اندیښنې او ویرې پرته خپل ورځنیز ژوند ته دوام ورکړي.