طالبانو په کابل کې د افغان میرمنو اعتراضیه مظاهره وځپله
د افغانستان د طالبانو د حکومت امنیتی مامورانو پرون په کابل کې د طالبانو له خوا دسنګارتونونو دبندولو په فیصلې په اعتراض کې دمیرمنو اعتراضیه مظاهره په هوائي ډ زو او د اوبو په پاښلو او وهلو ټکولو سره وځپله.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ددغه هیواد دمیرمنو او ا نجونو دکار او زده کړې د محدودیّتونو له رامینځةکولو وروسته له تیرې میاشتې څخه په دغه هیواد کې د میرمنو د سنګارتونونو فعالیتونه هم ممنوع کړي دي. دغه اقدامات د افغانستان د میرمنو دټولنې د یوې برخې له سخت اعتراض سره مخ شوی دي .اعتراض کونکي میرمنې وائي چې طالبان دې له مونږه ډوډئ او اوبه نه اخلي او نوره دې زمونږ اقتصادي او ټولنیزې ترینګلتیاوې نه زیاتوي.
ایسوشی ایټيډپریس خبری آژانس راپور ورکړی، دافغانستان میرمنې چې وائي آرایشګرې دي ،د طالبانو د وروستۍ فیصلې په ضد په کابل کې په یوې اعتراضیه مظاهرې کې غونډې شوي وې،د طالبانو د امنیتي مامورانو له ځيږ چلند سره تیت پرک شوې .
د افغانستان د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې دمیرمنو د سنګارتونوونو د بندولو د فرمان په توضیح کې وئيلی دي چې دغه فرمان د ډيرو زیاتو لګښتونو او د دغه راز دغیر شرعي چارو د درولو په خاطر صادر کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ(یوناما)په کابل کې د ښځینه سینګارتونونو د تړل کیدو د پریکړې پر ضد، د ښځو دپرونۍ مظاهرې له ګډونکونکو سره، د طالبانو د حکومتي مامورانو تاوتریخوالی او ځيږ چلند د اندیښنې وړ ګڼلی.
یوناما په خپل ټویټر لیکلي: افغانان حق لري، چې په خپلواک ډول خپل غږ پورته کړي او موجوده نظام باید د دغه حق احترام وکړي.