د ښوونځي دروازه تړلې خو د بخت خلاصه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136120-د_ښوونځي_دروازه_تړلې_خو_د_بخت_خلاصه_ده
د افغانستان په کندز ولایت کې یو شمېر نجونې شکایت کوي چې له یوې خوا له زده‌کړو بې برخې شوې او له بل لوري له خوښې پرته، د کورنیو له پرېکړو سره مخ دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jul 24, 2023 01:38 Asia/Kabul
  • د ښوونځي دروازه تړلې خو د بخت خلاصه ده

د افغانستان په کندز ولایت کې یو شمېر نجونې شکایت کوي چې له یوې خوا له زده‌کړو بې برخې شوې او له بل لوري له خوښې پرته، د کورنیو له پرېکړو سره مخ دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، په کم عمر، له رضایت پرته او حتی د نجونو اجباري ودونه په دې ورځو کې د ځینو کورنیو له خوا د نجونو لپاره یو انتخاب ګڼل کېږي.

تېر کال په کندز کې تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانېستي وو، خو سږکال بیا تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

اروا پوهان بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته اجباري ودونو ته د دوی اړ ایستل هم مناسبه پرېکړه نه بولي.

بل لور ته د کندز ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په تېر کال کې د نجونو پر زده‌کړو هېڅ ډول بندیز نه وو، خو سږکال بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې دي.