ننګرهار کښې درې کسان د جعلي ګمرکي اسنادو په تور نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136360-ننګرهار_کښې_درې_کسان_د_جعلي_ګمرکي_اسنادو_په_تور_نیول_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار ولایت کې درې تنه له پاکستان نه د جعلي ګمرکي اسنادو د لیږد په تور ونیول شول.
(last modified 2023-07-29T08:22:48+00:00 )
Jul 29, 2023 12:48 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې درې کسان د جعلي ګمرکي اسنادو په تور نیول شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار ولایت کې درې تنه له پاکستان نه د جعلي ګمرکي اسنادو د لیږد په تور ونیول شول.

چارواکي وایی نیول شویو کسانو غوښتل له دغو اسنادو نه د ګمرکې په صادراتي برخه کې په ناقانونه توګه استفاده وکړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي په تورخم ښارګوټي کې درې تنه  د ګمرک د کارکوونکو له لورې هغه مهال ونیول شول چې له ګاونډی هیواد پاکستان څخه یې پنځه سوه جعلي ورقې راوړې وې او غوښتل یې چې د ګمرک په صادراتي برخه کې ترې په ناقانونه توګه کار واخلي.

 قریشي وویل له نیول شویو کسانو  سره چې دوه تنه یې د ننګرهار ولایت د مومندرې او یو تن یې د بهسودو ولسوالۍ  اوسیدونکی دی درې مهرونه هم نیول شویدي.

 د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر  وویل نیول شوي کسان د نورو پوښتنو ګرویګنو لپاره په تورخم کې میشتو کشفي موظفینو ته سپارل شوي چې زر به یې عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري. تر دې وړاندې هم په تورخم کې زیاته اندازه جعلي اسنادونه، او نور توکي چې په ناقانونه توګه یا هیواد ته راوړل کیدل او یا له هیواده د باندې وړل کیدل نیول شوي دي.