قطر کښې د افغانستان د طلبانو او د امریکې د مذاکراتو جزئیات
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136468-قطر_کښې_د_افغانستان_د_طلبانو_او_د_امریکې_د_مذاکراتو_جزئیات
د افغانسان او امریکې پلاویو د قطر په دوحه کې په خپلو دوه ورځنیو مذاکراتو کښې، د بندیزونو د لغو کیدو او د افغانستان د اسعاري زیرمو د آزادۍ په شمول مختلفو مسائلو وجاجول.
(last modified 2023-07-31T23:47:51+00:00 )
Aug 01, 2023 04:16 Asia/Kabul
  • قطر کښې د افغانستان د طلبانو او د امریکې د مذاکراتو جزئیات

د افغانسان او امریکې پلاویو د قطر په دوحه کې په خپلو دوه ورځنیو مذاکراتو کښې، د بندیزونو د لغو کیدو او د افغانستان د اسعاري زیرمو د آزادۍ په شمول مختلفو مسائلو وجاجول.

دغه مذاکرات په داسې حال کښې ترسره شول چې افغانستان همدا اوس د امریکايي پوځیانو د شل کلنې نیواکګرۍ او جنګ له امله رامینځته شوي اقتصادي او انساني کړکیچ سره مخامخ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند " عبدالقهار بلخی " پرون وویل چې د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د افغانستان پلاوي د هیواد د مالیې وزارت او مرکزي بانک، د سفارت د چارواکو او په قطر کښې د افغانستان د سیاسي دفتر او سفارت د چارواکو په شتون سره، د افغانستان لپاره د امریکې له ځانګړي استازي ټام وسټ او ملګري پلاوي سره دوه ورځې مختلفو مسائلو په هکله صلاح مشورې وکړې.

په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د باور رامنځته کول، په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کول، د طالبانو د حکومتي چارواکو له تور لېسته لرې کول او د بندیزونو لرې کول، له امریکا څخه د افغانستان بانکي زیرمو خلاصول، د افغانستان د اقتصادي ثبات ساتل، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د بشري حقونو پر مسایلو خبرې وشوې.