له پاکستان څخه د سلګونه افغانانو ستنیدل
په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا له پاکستان څخه افغانستان ته د ۵۳۰ تنه افغانانو د بېرته ستنیدو څخه خبر ورکړی.
په افغانستان کې څه باندې څلور لسیزې جګړې او اشغال د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ لامل شوی دی، د کلتوري مشترکاتو او ګاونډیتوب له امله له نیمایي څخه زیات افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان سرپرست حکومت د کډوالو وزارت په پرله پسې ډول اعلان کړی چې پاکستان ډېری کډوال په زوره له دغه هېواده ایستلي دي چې دې مسلې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي.
د آوا خبري اژانس د را پور له مخې، د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند څآرنوال عبدالبصیر وصال د سه شنبې په ورځ وویل، هغه ۵۳۰ افغان اتباع چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه پاکستان ته تللي وو،، د قانوني اسنادو د مودې پوره کولو له امله له دغه هېواد څخه ویستل شوي دي.
په ورته وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان یاIOM اعلان کړی، چې په تېر کال کې ۴۷۴۶ افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودلو او یا یې د مودې پوره کېدو له امله بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته زرګونه کسان د بې وزلۍ او بېکارۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله پاکستان او ایران ته کډوال شول.
د «نیوز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو پر وړاندې نیول او سختوالی زیات کړی دی.