طالبانو د نا بشپړه شویو پروژو د بشپړیدا غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لنډ مهاله حکومت په نړیوال بانک غږ وکړ چې له جنګ څخه اغیزمنې شوي د دغه هیواد ټولې نابشپړه شوي پروژې له سره پیل کړي.
نړیوال بانک په یوه راپور کښې د طالبانو ډلې د اقتصادي کړچار ځینې اړخونه مثبت بللي دي.
طالبانو ډلې هم د نړیوال بانک له دغه راپور وروسته له نوموړي بانک څخه خپلې غوښتنې مطرح کړي دي.
د افغانستان د طالبانو موقته حکومت هم پرون له نړیوال بانکه وغوښتل چې د جنګ له کبله د دغه هیواد تاوان لیدونکي ټولې نا بشپړه شوي پروژې له سره پیل کړي.
طالبانو د نا بشپړه شویو او پریښودل شویو پروژو نومونه اعلان نکړل.
د طالبانو د لنډمهاله حکومت د اقتصادي چارو دفتر د افغانستان په هکله د نړیوال بانک د وروستي راپور په هرکلي سره په یوې خبر پاڼه کښې وویل په افغانستان کښې هراړخیزه اقتصادي پرمختګ او پراختیا هغه وخت امکان لري چې نړیواله ټولنه په رغنده ډول د شتمنیو د ازادولو او د بایکاټونو د لغو کولو په بڼه کښې په دغو اقتصادي فعالیتونو کښې ګډون وکړي.
نړیوال بانک په خپل راپور کښې په افغانستان کښې د ځینو مثبتو اقتصادي بدلونونو د تائیدولو په ترڅ کښې وویل د افغانستان څه د پاسه نیمايي خلک د خپل معیشت او اقتصاد د سویې د ساتلو لپاره هماغه راز له جدي چیلنجونو سره مخامخ دي او هغوې ډیر زیات په نړیوالو مرستو باندې اړونده دي.