د طالبانو یو پلاوی قزاقستان هیواد ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136560-د_طالبانو_یو_پلاوی_قزاقستان_هیواد_ته_رسیدلی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان تجارتي پلاوی له قزاقستان سره په تجارتي غونډې کښې د ګډون لپاره « استانه» ښار ته ورسید.
(last modified 2023-08-02T23:17:32+00:00 )
Aug 03, 2023 01:28 Asia/Kabul
  • د طالبانو یو پلاوی قزاقستان هیواد ته رسیدلی

فارس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان تجارتي پلاوی له قزاقستان سره په تجارتي غونډې کښې د ګډون لپاره « استانه» ښار ته ورسید.

نن ورځ د افغانستان او د قزاقستان تجارتي غونډه ترسره کیږي.

د افغانستان د کرهڼې ، د درملو ، د صنعت ، د ټرانسپورټ د انجنیرۍ، د کپړو یعني ټوکرو او د لاجیسټیکي برخې شرکتونه به د قزاقستان په نن  ورځې غونډې کښې ګډون وکړي.

دغه راز سبا به په «استانه »ښار کښې د افغانستان د شیانو یو نندرتون هم پرانیستل شي چې پکښې خوراکي شیان ، د مسو او د سنګ مرمر لوخي ، قالینې ، جواهرات او د افغانستان نور ډیر سنتي او دودیز شیان نندرې ته وړاندې کیږي.

د افغانستان د طالبانو د صنعت او د تجارت وزیر نور الدین عزیزي د دغه نندرتون د جوړیدا په هرکلي سره د افغانستان له محصولاتو او تولیداتو سره د سیمې د هیوادونو د ښاریزو په تیره بیا د قزاقستان د خلکو په ډیر اشنا کیدا او قزاقستان ته د صادراتو د زیاتیدا او د دواړو هیوادونو ترمینځ په ډیر تجارت کولو ټینګار وکړ.

بل خبر دا چې قزاقستان هیواد پرون د افغانستان طالبانو ډله د ترهګرو ډلو له فهرست څخه حذف کړه.