وچکالۍ د افغانستان د ۵۰٪ وګړو ژوند اغېزمن کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136632-وچکالۍ_د_افغانستان_د_۵۰_وګړو_ژوند_اغېزمن_کړی_دی
افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د وچکالۍ، طوفانونو، واورو ښویېدو او زلزلې په ګډون له سختو موسمي حالاتو او طبیعي پېښو سره مخ دي
(last modified 2023-08-04T08:05:45+00:00 )
Aug 04, 2023 12:34 Asia/Kabul
  • وچکالۍ د افغانستان د ۵۰٪ وګړو ژوند اغېزمن کړی دی

افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د وچکالۍ، طوفانونو، واورو ښویېدو او زلزلې په ګډون له سختو موسمي حالاتو او طبیعي پېښو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وچکالۍ د افغانستان د پنځوس سلنه وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی  اوچا په خپله ویبپاڼه کې په یوه خپاره کړی راپور کې لیکلی، چې افغانستان پرله پسې دریم کال له وچکالۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د افغانستان ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له "سختو" او "ناورین" سره مخ دي.

د OCHA د راپور له مخې، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د وچکالۍ، طوفانونو، واورو ښویېدو او زلزلې په ګډون له سختو موسمي حالاتو او طبیعي پېښو سره مخ دي.

اوچا وویل چې افغانستان د هغو هیوادونو په لست کې څلورم ځای لري چې له خطر او کړکیچ سره مخ دي.