د سالنګ لویه لار د ورځې لخوا له نن څخه وتړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136652-د_سالنګ_لویه_لار_د_ورځې_لخوا_له_نن_څخه_وتړل_شوه
د افغانستان سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار به د بیا رغونې په موخه له نن څخه د مسافر او بار وړونکو موټرو پرمخ تړلي وي.
(last modified 2023-08-04T22:25:54+00:00 )
Aug 05, 2023 02:54 Asia/Kabul
  • د سالنګ لویه لار د ورځې لخوا له نن څخه وتړل شوه

د افغانستان سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار به د بیا رغونې په موخه له نن څخه د مسافر او بار وړونکو موټرو پرمخ تړلي وي.

د افغانستان سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار به د بیا رغونې په موخه له نن څخه د مسافر او بار وړونکو موټرو پرمخ تړلي وي.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د افغانستان په شمال کې د سالنګ لویه لاره به یوازې د شپې په مخه په نوبت د باربري موټرو لپاره پرانیستې وي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویلي دي، چې مسافر به د شیبر کوتل او غوربند درې له لارې له شماله جنوب او له جنوبه شمال ته تګ راتګ کوي.

وېل کیږي، چې دا لویه لاره ممکن تر درېیو میاشتو پورې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بنده وي.