بلخ کې د باختر نباتي غوړیو فابریکه بېرته فعاله شوې ده
Aug 05, 2023 08:05 Asia/Kabul
له یوې لسيزي وروسته بلخ کې د باختر نباتي غوړیو دولتي شرکت بېرته ورغول شو او پر فعالیت یې پيل وکړ.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، چارواکي وايي، چې دغه شرکت چې شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی، په فعالېدو سره یې څه باندې ۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه شرکت د چارواکو په وینا، د غوړیو د تولید دغه کارخونه په یوه ورځ کې له څلور تر شپږ ټنو پورې د نباتي غوړیو د تولید ظرفیت لري.
چارواکي وايي، چې په دې فابریکه کې له نړیوالو معیارونو سره سم تصفیه شوي غوړي تولیدېږي او بازار ته یې وړاندې کوي.
ټیګونه